CRI Online

د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ ملاقات به د شلو صنعتي هېوادونو د ګروپ په سږنۍ سرمشريزې غونډې کې د پاملرنې وړ وي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-28 16:28:10

د شلو صنعتي هېوادونو د ګروپ څلورمه سرمشريزه غونډه به د جون له ۲۸مې نيټې څخه تر ۲۹مې نيټې پورې د جاپان په اوساکا کې تر سره شي.روسي کارپوهانو وويل چې د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ ملاقات به په دې غونډه کې د پاملرنې وړ وي. سربېره پردې به د نړيوال اقتصاد او ادارې په برخه کې هم د چين او روسيې رول د توجه وړ وي.

د روسيې د ستراتيژۍ د څېړنيز انسټيټيوټ د اقتصادي څېړنې مرکز لوړ پوړي څېړونکي وياچيسلاف هولودکوف په دې وروستيو ورځو کې وويل چې نړيوال بانک او د پيسو نړيوال صندوق د جون په پيل کې د شلو صنعتي هېوادونو ګروپ د ماليي وزيرانو په غونډه کې د نړيوال اقتصاد د پرمختيايي انډول د وروالي په هکله خبرداری ور کړ او په دې اند دی چې د سوداګريز اصطکاک پورې د اړوندو سيمو پراخوالی د دې حالت د رامنځته کېدو لامل دی.هغه وويل چې د نړيوال اقتصاد پر راتلونکي په اړه انديښنې په دې غونډه کې هم ليدل کيږي،نو د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ ملاقات به تر ټولو د پاملرنې وړ ټکی وي.هغه وويل، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څه موده دمخه اعلان وکړ چې ښايې د جولای تر دوهمې نيټې وروسته له چين څخه د ۳۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر واردېدونکو محصولاتو ګمرکي تعرفې زياتې کړي چې انډول به يې په سلو کې ۲۵ وي.د دې ترڅنګ هغه به د چين پر لازياتو عصري تخنيکي تصديو بنديزونه ولګوي. خو چين به په دې برخه کې امريکا ته سر ټيټ نه کړي او له سوداګريز اصطکاک سره د مقاومت ټينګ هوډ لري.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ کتنه او د سوداګريز اصطکاک په هکله د چين او امريکا ترمنځې خبرې اترې به د دې غونډې د پاملرنې وړ وي.

نوموړي دې ته په اشارې سره وويل چې د نړيوال اقتصاد د سالم پرمختګ او دولتي اړيکو له نظره د چين دريځ له روسيې سره ور ته دی.هغه وويل، د چين او روسيې ترمنځ د نوې زمانې لپاره د همکارۍ جامع او ستراتيژيکو اړيکو له لحاظه روسيه د بشردوستۍ او سياستو په برخه کې د چين له دريځ څخه ملاتړ کوي او بايد په دې سوداګريز اصطکاک کې له چين او هغو چيني تصديو سره مرستې وکړي چې د امريکا له بنديزونو سره مخ دي. دا رښتيا ده چې د روسيې تر ټولو مهم مخابراتي شرکت د هوا وۍ له شرکت سره د 5G تخنيک په اړه قررداد لاسليک کړ.

د روسيې د ستراتيژۍ د څېړنيز انسټيټيوټ اقتصادپوه ميکهايل بيليف له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې په نړيوالو صنايعو کې د مصنوعي ځيرکتيا پرمختيايي تمايل مخنيوی نه شی کېدای. دا به د پاملرنې وړ وي چې په ياده غونډه کې په دې هکله څه لاسته راوړنې تر لاسه شي.هغه وويل، اوس ګرده نړۍ د ځينو مسئلو حل وفصل ته اړتيا لري. زه لومړی په دې غونډه کې په ځيرکه صنعتي زمانه کې د نړيوال اقتصاد د بدلولو په هکله د يوې ګډې اعلاميې خپرولو ته سترګې پر لاره ناست يم چې د ډيجيټلي اقتصاد، اقتصاد، سوداګرۍ او ټولنې د مصنوعي ځيرکتيا له پرمختګ سره تړاو لري.دوهم په غونډه کې برخه وال به د هېوادونو ترمنځ د نابرابرۍ حالت د بدلولو او د شتمنۍ او بې ولۍ ترمنځ د تضاد په باب بحثونه وکړي.

د روسيې د نړيوالو چارو د علمي ټولنې کارپوه او د دې هېواد د ولسي دوستۍ پوهنتون مرستيال پروفيسر اليګ تيموفيف وويل چې د نړيوال اقتصاد د پرمختيايي ننګونو پر وړاندې به د چين او روسيې ترمنځ د تبادلې او همکارۍ پياوړتيا د G20 په شمول د څو اړخيز ميکانيزم د پلي کولو لپاره فعال رول ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای