د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۸مه نېټه دG20 په سرمشريزه غونډه کې د نړيوال اقتصاد د وضعيت او د سوداګريزو مسئلو په اړه يوه مهمه وينا وکړه چې عنوان يې و ( موږ بايد د لوړ کيفيت لرونکي نړيوال اقتصاد د جوړولو لپاره په ګډه کوښښونه وکړو.)
شي جين پينګ وويل، چين به د پرانيستې د نوي حالت د چټکولو او د لوړ کيفيت پرمختګ د عملي کولو لپاره ځيني مهم تدبيرونه ونيسي.
لومړی، چين به د خپل بازار ورلا پرانيزي.
چين به کرهڼيزې چارې، د کانونو استخراج، د توکو جوړونکي صنايع او خدمتي چارې لا خلاصې کړي، د ازادې سوداګرۍ شپږ نوې ازمويښتي سيمې به جوړې کړي او د های نان ولايت د ازادې سوداګرۍ بندر د جوړونې د سروې بهير به چټک کړي.
دوهم، چين به واردات لا پراخ کړي.
چين به ګمرکي تعرفې ټيټې کړي، له ګمرکي تعرفو پرته د نورو سوداګريزو خنډونو د له منځه وړلو لپاره به کوښښونه وکړي. چين به تر وسې پورې دوهم وارداتي نړيوال نندارتون ښه ترسره کړي.
درېيم، چين به د سوداګرۍ چاپېريال ښه والي ته دوام ورکړي.
چين به د راتلونکي کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د بهرنيو سوداګرو د پانګونې نوی قانوني نظام پلی کړي چې پکې د پوهنې ملکيت پر حقونو تېري کوونکو عملونو ته به د سزا ورکولو نوې مادې زياتې شي او په دې سره به د پوهنې ملکيت حقونو د ساتنې سويه لوړه شي.
څلورم،چين به په پوره توګه د مساواتو تدبيرونه غوره کړي.
چين به له هغو ساحو پرته چې د بهرنيو پانګونو اجازه پکې نشته، په نورو ټولو برخو کې ټول محدوديتونه له منځه يوسي. چين به په کور دننه د ثبت شويو ډول ډول تصديو په اړه برابرې تګلارې غوره او د بهرنيو تصديو د شکايت ميکانيزم به بشپړ کړي.
پنځم، چين به د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې خبرې اترې پرمخبوزي.
چين به د سيمه ييزو هراړخيزو همکاريزو اړيکو تړون د ژر لاسليکېدو هڅونه وکړي او د چين او اروپا ترمنځ د پانګونې تړون او د چين، جاپان او د کوريا جمهوريت ترمنځ د ازادې سوداګرۍ تړون د خبرو اترو بهير به چټک کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |