CRI Online

شي جين پينګ: چين به د کرهنيزو چارو او خدمتي چارو په شمول پر ځينو ساحو کې ورخلاصون نور هم پراخ کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-28 17:58:10

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ نن د جاپان په اوساکا ښار دشلو صنعتي هېوادونو په سرمشريزه غونډه کې وويل چې چين به دغه هېواد ته بهرنيو پانګوالو ته د اجازې کولو په اړه د ۲۰۱۹ کال منفي لېست خپور کړي او د کرنې، کانونو، توليدي چارو او خدمتي چارو ورخلاصون به نور هم پراخ کړي.

هغه زياته کړه چې چين به ګمرکي تعرفي لا ټيټې کړي، د ګمرکي تعرفو له لارې به تجارتي خنډونه له منځه يوسي او تر زياتې اندازې پورې به د وارداتو او صادراتو په بهير کې د ميکانيزم اصلي بيې کمې کړي. چين به د سوداګريز چاپيريال د پر له پسې ښه والي لپاره کوښښونه وکړي او د پوهنې مالکيت حق د ساتنې سويه به لوړه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای