د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۸مه نېټه د شلو صنعتي هېوادونو په سرمشريزه غونډه کې وويل چې د نړيوال پرمختګ لا زياتو پانګو ته اړتيا ليدل کيږي. چين د يو کمربند او يوې لارې پلان وړاندې کړی چې هدف يې اقتصادي پرمختګ ته خوځنده ځواک ورکول او د بېلا بېلو بازارونو نښلول دي څو لا زيات هېوادونه او سيمې د اقتصاد د نړيوال کيدو په بهير کې برخمن وي او ګډې ګټې تر لاسه کړي.
هغه دې ته اشاره وکړه چې د شلو صنعتي هېوادونو ډله بايد د عمومي اقتصادي تګلارو د همغږۍ په ترڅ کې پرمختګونو ته لومړيتوب ورکړي، د پرمختيا لپاره دې زياتې پانګونې وکړي او د واقعي فعاليتونو له لارې دې د همکاريو لارښوونه وکړي. دا د پرمختيايي هېوادونو هيلو ته ځواب دی او هم د نړيوال د پرمختګ لپاره خوځنده ځواک دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |