CRI Online

شي جين پينګ: د سوداګرۍ نړيوال سازمان اصلاحات بايد د ازادې سوداګرۍ او څو اړخيزم د ساتنې لپاره ګټور وي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-28 18:03:50

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۸مه نېټه په اوساکا کې د شلو صنعتي هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې د ګډون په وخت کې وويل چې دغه ډله بايد په مداومه توګه د لارښوونې رول ولوبوي او د نړيوال اقتصاد پرانيستې،زغم لرونکې، برابره او د عامو امتيازونو لرونکې پرمختيا دې تضمين کړي. د دغه سازمان د اصلاحاتو هدف دا دی چې په لا اغيزمنه توګه بازارونه خلاص شي، د پرمختيا د موخې هڅونه وشي او د اصلاحاتو نتيجه بايد د ازادې سوداګرۍ او څو اړخيزم د ساتنې او د پرمختيا د توپيرونو کمولو لپاره ګټوره وي.

هغه دې ته اشاره وکړه چې بېلا بېلې خواوې بايد نه يوازې د پولي امنيت شبکې د کافي سرچينو وساتي، بلکې د نړيوال پولي جوړښت د لا معقوله کيدو تضمين دې هم وکړي. بېلا بېلې خواوې بايد د اقليمي بدلون په مقابل کې د پاريس تړون عملي کړي او د انرژيو، چاپيريال او ډيجيټلي چارو د ادارې کارونه دې بشپړ کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای