د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۸مه نېټه د شلو هېوادونو ګروپ په سرمشريزه غونډه کې وويل، چې د دې ګروپ غړي هېوادونه په بېلابېلو مرحلو کې دي او معمولاً په ځينو مسئلو کې لر څه توپيرونه لري، خو مهم ټکی دا دی چې موږ بايد همکاريزه روحيه پياوړې کړو او د مساواتو، متقابل احترام او اعتبار پر بنسټ مشورې وکړو او په توپيرونو کې ګډه نظريه پيدا او پراخه کړو. که لوي هېوادونه داسې چارې تر سره کړي، نو به د دوی ګټو سره به سمون وخوري او د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره به هم ګټورې وي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |