CRI Online

شي جين پينګ د روسيې او هند له مشرانو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-06-28 19:42:50

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۸مه نېټه د جاپان په اوساکا کې د چين، روسيې او هند د مشرانو ترمنځ خبرواترو کې ګډون وکړ. په دې کتنه کې شي جين پينګ د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوټين او د هند صدراعظم نارندرا مودي سره د اوسنيو نړيوالو حالاتو، لويو او مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو او خپلمنځي درې اړخيزو همکاريو په هکله د نظريو تبادله وکړه. دوی پر دې موافقه وکړه چې په دوامدار ډول به د درېو هېوادونو ترمنځ همکاريز ميکانيزم وساتي او ورته به وده ورکړي او د سيمه ييزې او نړيوالې سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره به خپل لوی خدمتونه برابر کړي.

شي جين پينګ وويل، اوسمهال پروتېکشنيزم او يواړخيزتوب د نړيوالو حالاتو پر ثبات سخته اغېزه کړې، نړيوال اقتصادي زياتوالی ټيټوي او پر نړيوالو مقرراتو، چې پرمختيايي هېوادونه ترې ګټه اخلي، منفي اغېزه لګوي. چين، روسيه او هند بايد نړيوال مسئوليت پر غاړه واخلي او د درېو هېوادونو او نړيوالې ټولنې اساسي او راتلونکې ګټې دې وساتي.

پوټين وويل، په اوسنو حالاتو کې درې واړه هېوادونه بايد د م م په شمول نړيوال سيستم وساتي، د نړيوال قانون پر بنسټ نړيوال مقررات دې وساتي، د حاکميت د احترام او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د لاس نه وهلو په شمول د نړيوالو اړيکو اساسي اصول دې وساتي او له يواړخيزتوب، پروتېکشنيزم او يواړخيزو بنديزونو سره دې مخالفت وکړي.

مودي وويل، د څواړخيزتوب، نړيوال قانون او مقرراتو ساتنه د درېو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون خوري. درې واړه خواوې بايد د نړيوالې ادارې د اصلاحاتو او د سيمه ييز امنيت په برخو کې او د ترهګرۍ پر ضد د نظريو تبادله او همکارۍ ټينګې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای