CRI Online

د چين او امريکا مشرانو تر منځ کتنه وشوه

cri     (GMT+08:00) 2019-06-29 11:55:06

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۲۹مې نيټې په سهار د جاپان په اوساکا کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وکتل.

رئيس شي جين پينګ د کتنې په پيل کې وويل چې ډېر خوشحاله يم چې د امريکا له ولسمشر سره په اوساکا کې کتنه کوم. ۴۸ کلونه مخکې يعنې په ۱۹۷۱ کال کې په ناګويا کې چې اوساکا ته څه دپاسه سل کيلومترۍ کې پروت دی، د پينګ پانګ بال په ۳۱م نړيوال جام کې برخوالو چيني او امريکايي لوبغاړو سره دوستانه تګ راتګ وکړ چې د پينګ پانګ بال په وسيله د ډپلوماتيک فعاليت په نامه هم ياديږي. بيا له ۸کلونو وروسته په ۱۹۷۹ کال کې چين او امريکا خپلمنځي سياسي اړيکې جوړې کړې. د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي اړيکو له جوړېدو څخه راپدې خوا په څلويښتو کلونو کې دننه نړيوال حالات او د دواړو هېوادونو په اړيکو کې ستر بدلونونه راغلي دي، خو دغه بنسټيز واقعيت نه دی بدل شوی چې د چين او امريکا همکارۍ دواړو هېوادونو ته ګټې رسوي، برعکس جنګ به دواړو خواوو ته زيانونه ورسوي، همکارۍ د جنجال په پرتله او خبرې اترې د مقابلې په پرتله ښې دی. په وروستۍ موده کې ما له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ټليفون او پيغامونو په وسيله نژدې تماسونه نيولي دي. نن ورځ زه غواړم چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د پرمختيا په بهير کې د بنسټيزو مسئلو په هکله له تاسو سره د نظريو تبادله وکړم، څو د دغو دوه اړخيزو اړيکو د راتلونکي پړاو لپاره لوری روښانه او د همغږۍ، همکاريو او ثبات پر بنسټ د دوه اړخيزو اړيکو هڅونه وکړو.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای