د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جون په ۲۹مه نېټه په خپلمنځي ملاقات کې موافقه وکړه چې دواړه هېوادونه د مساوات او يو د بل د درناوي کولو پر بنسټ اقتصادي او تجارتي سلامشورې لړۍ بيا پيل کړي. امريکا څرګنده کړه چې له چين څخه به دغه هېواد ته پر صادروونکو توليداتو نوي ګمرکي تعرفې زياتې نه کړي. د دواړو هېوادونو اقتصادي او تجارتي ډلې به د مشخصو مسئلو په هکله بحثونه وکړي.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |