CRI Online

د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ په کتنه کې موافقه وشوه چې د همغږۍ، همکارۍ او ثبات پر بنسټ دې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې ټينګې شي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-29 15:46:21

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۹مه نېټه د جاپان په اوساکا کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره کتنه وکړه. دواړو مشرانو پر دې موافقه وکړه چې د همغږۍ، همکارۍ او ثبات پر بنسټ دې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې ټينګې شي.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې اوسمهال د چين او امريکا ترمنځ اړيکې له ځينو ستونزو سره مخامخ دي چې دا د دواړو خواوو له ګټو سره سمون نه لري. که څه هم دواړه هېوادونه اختلافونه لري، خو خپلمنځي ګډې ګټې يې زياتې او د همکارۍ برخې يې هم پراخې دي، نو بايد له نښتې او مقابلې څخه ډډه وکړي او ګډ پرمختګ دې ومومي.

ټرمپ وويل، په ۲۰۱۷ کال کې له چين څخه د ليدنې په اړه ژوره او خوشحاله خاطره لري چې په دې سفر کې يې د چيني ملت غښتلی تمدن او د چين تر لاسه شوي برياليتوبونه کتلي. ټرمپ پر دې ټينګار وکړ چې هغه د چين سره دښتمني نه لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت هيله لري. هغه له شي جين پينګ سره د ښه اړيکو ساتلو ته په درنه سترګه ګوري او له چين سره د همکارۍ د پياوړتيا هيله لري.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای