CRI Online

شي جين پينګ: د چين او امريکا ترمنځ اختلافونه به اخر هم د خبرو اترو او سلامشورو له لارې حل شي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-29 15:53:39

د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ ملاقات د جون په ۲۹مه نېټه د جاپان په اوساکا کې وشو. شي جين پينګ په دې کتنه کې پر دې ټينګار وکړ چې ګډې ګټې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو اصلي مرکز دی او دواړه خواوې لويې ګډې ګټې لري، نو دواړه هېوادونه بايد ښه ملګري ووسي. چين له امريکا سره د خبرو اترو د دوام او د اختلافونو د مخنيوي رښتينې هيله لري، خو خبرې اترې بايد د مساوات پر بنسټ تر سره شي، متقابل درناوی دې څرګند وي او د دواړو خواوو معقولې علاقې وړ مسايل دې حل کړي. چين هرومره د هېواد له ملي حاکميت او واقار سره اړه لرونکو چارو کې خپلې مرکزي ګټې ساتي. چين او امريکا د نړۍ دوه لوی اقتصادي ځواکونه دي او بايد د خبرو اترو او سلامشورو له لارې خپلمنځي اختلافونه حل او له منځه يوسي او داسې حل چارې بايد ومومي چې دواړو خواوو ته د منلو وړ وي.

ټرمپ وويل، امريکا هيله لري چې د مشورو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي توازن مسئله حل شي او د دواړو هېوادونو لپاره برابر چلند او زمينه برابره شي. امريکا به د چين پر صادراتي توليداتو نوي ګمرکي ماليات ونه لګوي. نوموړي له چين څخه هيله وښودله چې له امريکا څخه واردات زيات کړي او و يې ويل چې امريکا غواړي له چين سره دواړو خواوو ته د منلو وړ سوداګريز تړون لاسليک کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای