CRI Online

شي جين پينګ د شلو صنعتي هېوادونو ډلې په ۱۴مه سرمشريزه غونډه کې حصور درلود

cri     (GMT+08:00) 2019-06-29 16:32:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د شلو صنعتي هېوادونو ډلې ۱۴مې سرمشريزې غونډې د جون په ۲۹مه نېټه د جاپان په اوساکا کې دوام درلود. د چين دولت رئيس شي جين پينګ پکې هم پکې حضور درلود.

شي جين پينګ د جامع پرمختګ په اړه بحثونو کې دې ته اشاره وکړه چې چين پر دې موافقه کوي چې د لوړ کيفيت لرونکو بنسټيزو تاسيساتو ابادي بايد د جامع پرمختګ په پياوړتيا کې مهم رول ولوبوي. مخکې تر دې په بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو دوهم لوړ پوړی فورم په بريالي ډول تر سره شو چې پراخې ګډې نظريې او برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. د يو کمربند او يوې لارې پيشنهاد د نړيوالې ټولنې د غړو د ګډ پرمختګ موندلو په موخه دی او د بېلا بېلو خواوو لپاره ګټور نړيوال عام توليدات او د ورخلاصون او ټول شموليت نړيوال همکاريز ډګر بلل کيږي. هرکلی کوو چې ټول علاقه لرونکي ملګري پکې ګډون وکړي او د نړيوالې ټولنې د ګډو هيلو او ګډو نظريو پر بنسټ به د تګلارو پيوستون او رښتينې همکارۍ پياوړې کړي، څو د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي او د بېلا بېلو هېوادونو باکيفيته پرمختګ او ګډه سمسورتيا رامنځته کړي.

ياده سرمشريزه غونډه پر ځايي وخت د جون د ۲۹مې نېټې په ماسپښين پای ته ورسيده.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای