CRI Online

شي جين پينګ: چين د امريکا او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د مشرانو ترمنځ د خبرو اترو له دوام څخه ملاتړ کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-29 16:34:07

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۹مه نېټه د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ملاقات کې وويل، چې چين د امريکا او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د مشرانو ترمنځ د خبرو اترو له دوام څخه ملاتړ کوي او هيله لري چې امريکا او ديموکراتيکه کوريا په يو لوري ګامونه پورته کړي او خبرې اترې ژر پيل کړي، څو چې د علاقې وړ مسايلو د حل لار پيدا کړي، چين هيله لري چې په دې بهير کې رغنده رول ولوبوي. ټرمپ وويل، چې امريکا د کوريا ټاپووزمې په چارو کې د چين مهم رول ته ارزښت ورکوي او هيله لري چې له چين سره د نظريو تبادلې او همغږي وساتي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای