د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۹مه نېټه د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په کتنه کې ويلي دي چې چين هېله لري چې امريکا په عادلانه توګه چيني تصديو او زده کوونکو سره چلند وکړي او په اقتصادي او تجارتي پانګونو کې د دواړو هېوادونو د تصديو تر منځ د عادي همکارۍ او د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ عادي تګ راتګ تضمين کړي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګنده کړه چې په چين کې زيات شمېر تکړه زده کوونکي شتون لري. زه تل امريکا ته د چيني زده کوونکو د راتګ هرکلی کوم.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |