CRI Online

ډونالډ ټرمپ: د چين له دولت رئيس شي جين پينګ سره کتنه ډېره ښه وه

cri     (GMT+08:00) 2019-06-29 17:35:30

د چين د ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ځايي وخت د جون د ۲۹مې نيټې له غرمې وروسته د جاپان په اوساکا کې د چين له دولت رئيس شي جين پينګ سره کتنه وکړه. د دواړو مشرانو تر منځ ښه ملاقات وشو چې لاسته راوړنې د اټکل په پرتله ښې دي او د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي او تجارتي اړيکې بيا سمې لارې ته بير ګرځېدلې دي.

ډونالډ ټرمپ زياته کړه چې د دواړو خواوو تر منځ اقتصادي او تجارتي سلامشورې به دوام ولري. امريکا مخکې ويلی وو پر چيني توليداتو د شاو خوا ۳۰۰ مليارډ امريکايي ډالرو په ارزښت پر واردوونکو توليداتو لګولې ګمرکي تعرفې به وانه خلي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای