CRI Online

په مساوات او متقابل درناوي سره د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو سلامشورو پرمخبيول

cri     (GMT+08:00) 2019-06-29 21:03:04

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جون په مه ۲۹مه نېټه د جاپان په اوساکا کې د شلو صنعتي هېوادونو ډلې د سرمشريزې غونډې پر مهال د امريکا له ولسمشر ډنالډ ټرمپ سره ملاقات تر سره کړ. دواړو مشرانو پر دې موافقه وکړه چې چين او امريکا به د مساوات او متقابل درناوي پر بنسټ اقتصادي او سوداګريزې سلامشورې بيا پيل کړي. امريکا څرګنده کړه چې د چين پر وارداتي توليداتو به نوي ګمرکي ماليات زيات نه کړي. د دواړو هېوادونو اقتصادي او تجارتي ډلې به پر مشخصو مسايلو بحثونه وکړي.

د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو سلامشورو د بيا پيل په اړه خبر مثبت پيغام خپور کړی چې دا د دواړو هېوادونو د خلکو او د ټولې نړۍ له هيلو سره سمون لري او د بازارونو د ترينګلو احساساتو د ارامولو لپاره ګټور دی.

دا عادي وضعيت دی چې د نړۍ د مخکنيو دوو لويو اقتصادي ځواکونو او تجارتي هېوادونو په توګه د چين او امريکا ترمنځ په اقتصادي او سوداګريزو همکاريو کې ځيني اختلافونه شته، مهم ټکی دا دی چې د برابرو خبرو اترو له لارې دې په متقابل درناوي سره اختلافونه حل شي او همکاري دې پياوړې شي. له تېر څه باندې يو کال راهيسې چين په صبر او صميميت سره د امريکا اقتصادي او تجارتي علاقو ته ځوابونه ورکړي او دواړو خواوو ته د منلو وړ تړون د لاسليک لپاره يې کوښښونه کړي. خو د امريکا له خوا د مسلسلو فشارونو لګولو پر دوه اړخيزو تجارتي سلامشورو بد تاثير کړی او د نړيوال اقتصاد د ټيټوالي امکان يې لوړ کړی.

واقعيتونه دا ښيي چې د تعرفو زياتوالی مسئله نه شي حلولی، يوازې برابرې خبرې اترې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزې مسئلې د حل يوازينۍ لار ده. چين له امريکا سره د سلامشورو د دوام رښتينې هيله لري، خو په خبرو اترو کې دې د دواړو خواوو مقامونه برابر وي، د سلامشورو نتيجې بايد د دواړو خواوو لپاره ګټورې وي او دواړه خواوې بايد د متقابلې خوا مرکزي ګټو او مهمو علاقو ته درناوی وکړي.

د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ په دغه ځل ملاقات کې امريکا څرګنده کړه چې پر وارداتي چيني توليداتو به نوي ګمرکي ماليات و نه لګوي، دا د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو سلامشورو د بيا پيل لپاره زمينه برابره کړې. امريکا بايد په رښتينې ډول خپله ژمنه عملي کړي او له چين سره دې په يو لوري ګامونه پورته کړي. د چين او امريکا ترمنځ اختلافونه به اخر د خبرو اترو او سلامشورو له لارې حل شي چې دا به د چين، امريکا او ټولې نړۍ لپاره ګټور وي.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ په اوساکا کې د شلو صنعتي هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې د ورخلاصون د پياوړتيا په اړه په ۵ برخو کې تدبيرونه اعلان کړل چې پکې د بازارونو لا پرانيستنه، د وارداتو زياتوالی، د سوداګريز چاپيريال دوامدار بشپړوالی، د چيني او بهرنيو تصديو د برابرو زمينو عملي کيدل او د سوداګريزو خبرو اترو پياوړتيا شامل دي. د اصلاحاتو او ورخلاصون له لارې ځاني پرمختګ له ټولو خطرونو او ننګونو سره د چين د مقابلې لاره ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای