CRI Online

د جاپان په اوساکا کې د شلو صنعتي هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه د څواړخيزم د ملاتړ ټينګ پيغام خپور کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-06-30 16:27:52

د جاپان په اوساکا کې د شلو صنعتي هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه د جون په ۲۹مه نېټه پای ته ورسيده چې يوه اعلاميه پکې تصويب شوه. په اعلاميه کې ويل شوي چې د جي ۲۰ سازمان د تجارت او پانګونو په ساحه کې د ازاد، عادلانه، غير تبيعيضي، شفاف، اټکلي او ثابت چاپيريال د جوړولو لپاره هلې ځلې کوي، د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د اړينو اصلاحاتو ملاتړ کوي او په جي ۲۰ سازمان کې د پاريس تړون لاسليکوونکو خواوو بيا پر دې ټينګار وکړ چې د اقليمي بدلون په مقابل کې به په جدې توګه دغه تړون عملي کړي. د جي ۲۰ سازمان د غړيو مشرانو د يادې غونډې په موده کې زيات دوه اړخيز او څو اړخيز ډيپلوماتيک فعاليتونه تر سره کړي چې دغې غونډې د څو اړخيزم د پرمخبيولو، د اړوندو مسئلو د حلولو لپاره مهم فرصتونه جوړ کړي او د نړيوالې ټولنې باور يې ټينګ کړی دی.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دغه غونډه کې وينا وکړه او يو لړ دوه اړخيز او څو اړخيز ډيپلوماتيک فعاليتونه يې تر سره کړي چې د نړيوالې ټولنې لوړې پاملرنې يې راجلبې کړې.

رئيس شي جين پينګ يو بل ته د درناوي کولو، عدالت او همکاريو له لارې د ګډو ګټو تر لاسه کولو پر بنسټ د نوي شکل د نړيوالو اړيکو د جوړولو، د نويو سمسورو شويو بازاري هېوادونو او د پرمختيايي هېوادونو د پرانېستې نړيوال اقتصاد د پرمختيا، د سيمه ايزو تودو مسئلو د سياسي حل و فصل او د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې د ابادۍ په شمول د ځينو مسئلو په هکله د نورو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له مشرانو سره ژور بحثونه کړي دي. د ده لخوا وړاندې شوې نظريې، پيشنهادونه او تدبيرونه د نړيوالې ټولنې د باور ټينګولو او د نړيوالې ادارې د اصلاحاتو لپاره لوری روښانه کړي.

د پاملرنې وړ خبره ده چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره کتنه وکړه. دواړو مشرانو له دې سره موافقه وکړه چې د همغږۍ، همکارۍ او ثابتوالي پر بنسټ دوه اړخيزې اړيکې ټينګې کړي، د مساوات او يو د بل د احترام پر بنسټ اقتصادي او تجارتي سلامشورې بيا پيل کړي او امريکا به له چين څخه پر واردوونکو توليداتو نورې ګمرکي تعرفې ونه لګوي. په دغه کتنه کې خپور شوي مثبت پيغامونه د دواړو هېوادونود خلکو له غوښتنو او نړيوالې هېلې سره سمون لري او د بازارونو د خړپړو احساساتو د ښه والي لپاره ګټور دي.

په ياده غونډه کې د بېلا بېلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د برخوالو مشرانو د څو اړخيزم د ملاتړ کولو پيغام خپور کړ. د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس په دې نظر دی چې اوسني نړيوال حالات په کيليدي موقع کې دي، نړيوال تجارت او د خليج په سيمه کې حالات خړپړ دي، په نړۍ کې د څو اړخيزم او د قانوني ادارې د مراعات کولو حالت ښه نه دی. هغه وويل چې د چين د يو کمربند او يوې لارې وړانديز، د چين او افريقا تر منځ اته همکاريز فعاليتونه ، د افريقايي هېوادونو د ټولنې د ۲۰۶۳ کال اجنډا او د م م د ۲۰۳۰ کال د دواملروني پرمختيا له اجنډا سره د افريقا د پرمختګ هڅونې ګډ ځواکونه دي. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د امريکا د يو اړخيزم او د نړيوال نظام د بنسټونو له اصولو څخه د سرغړونې له کړنو سره مخالفت وکړ چې په ځينو سيمو کې حالات ترينګلي کړي دي. د څو اړخيزم او د نړيوال نظام ساتل د اوساکا په غونډه کې ټينګ غږونه ګرځيدلي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای