CRI Online

د افغانستان په پلازمينه کابل کې د موټر بم چاودنې۳۴ تنه وژلي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-01 16:21:21

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جولای په لومړۍ نېټه د کابل په مرکزي سيمه کې د موټربم چاودنې لږ تر لږه ۳۴ تنه ووژل او ۶۸ تنه نور يې ټپيان شوي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند وويل چې دغه چاودنه د کابل ښارپه ۱۶مه حوزه کې وشوې. اوس امنيتي ځواکونو د پېښې ځای کلابند کړی دی. د دې هېواد د طلوع تلويزيون خبر ور کړ چې ياده چاودنه د همدې ورځې د سهار په اتو بجو او پنځوسو دقيقو وشوه او ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي.

طالبانو د دې پېښې پړه پر غاړه اخيستې او ويانديې زبيح الله مجاهد د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې طالبانو په همدې ورځ په کابل ښار کې پر يوې پوځي موخې ځانمرګی بريد کړی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای