CRI Online

د چين او امريکا ترمنځ کشالې د دواړو هېوادونو له ګټو سره سمون نه لري

cri     (GMT+08:00) 2019-07-02 11:27:17

امريکايي شنونکو او کارپوهانو چې د جولای په لومړۍ نيټه د وان شو د امنيتي چارو په دوهم نړيوال سمينار کې د ګډون لپاره بېجينګ ته راغلي، زموږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې په نړۍ کې د تر ټولو مهمو دوه اړخيزو اړيکو په توګه چين او امريکا بايد خپلمنځي همغږي او همکارۍ پياوړې کړي، ځکه چې کشالې لا نجې د دواړو هېوادونو له ګټو سره سمون نه لري.

د چين او امريکا مشرانو د شلو صنعتي هېوادونو د ګروپ د اوسکا په سرمشريزه غونډه کې د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ د بنسټيزو مسئلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريز او اقتصادي اصطکاک په هکله د نظريو تبادلې وکړې. دواړو خواوو موافقه وکړه چې د مساوات او متقابل درناوي پربنسټ به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې بيا سلا مشورې پيل کړي او د همغږۍ، همکارۍ او ثبات له اصولو سره سم د دوه اړخيزو اړيکو د پرمخبيولو لپاره به هڅې وکړي. د امريکا د پخواني ولسمشر رونالډ ريګن ځانګړي مرستيال او د کاتو څيړنيز انسټېټيوټ لوړ پوړي څيړونکي دوګلاس باندو د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ په ملاقات کې د تر لاسه شويو لاسته راوړنو لوړه ارزونه وکړه او ويې ويل چې چين او امريکا بايد خپلمنځي همغږي او همکارۍ پياوړې کړي او د کشالو مخنيوی دې وکړی.هغه وويل،زما په اند اوس ښه خبر دا دی چې د چين او امريکا ترمنځ د کشالو د رامنځته کېدو په برخه کې داسې کومه هېڅ بنسټيزه مسئله نه شته.دواړه هېوادونه بايد خپلمنځي همکارۍ زياتې کړي او د کشالې لوري ته دې نه روانيږي. امريکا بايد د چين پرمختګ او هغه حقيقت ومني چې چين په ختيځې اسيا کې د مهم رول لرونکی دی. د دې ترڅنګ چين بايد د خپل ځان په اړه د ګاونډيو او نورو هېوادونو پر نظرونو ښه پوه شي.هيله من دی چې د دواړو هېوادونو حکومتونه ګډې همکارۍ وکړي او خپلمنځي موجود بحران له منځه يوسي.مونږ دا هيله نه لرو چې د چين او امريکا ترمنځ کشالې دې په راتلونکو لسو کلونو کې لاهم موجودې وي، ځکه چې دا د دواړو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون نه لري.

د امريکا او چين ترمنځ د اړيکو د دولتي کميټې غړي او د دينوير پوهنتون د جوسف کوربيل د نړيوالو اړيکو پوهنځي پروفيسر جاو سوي شنګ دې ته په اشارې سره وويل چې چين او امريکا يو پر بل تکيه کوي او د امريکا له خوا د چين د پرمختګ د مخنيوي کړنې به ناکامې شي. هغه وويل، که امريکا غواړي چې د چين د پرمختګ مخنيوی وکړي او نوې سړه جګړه پيل کړي، نو د چين او امريکا ترمنځ کشاله او لانجه به رامنځته شي چې دا به د امريکا له ګټو سره سمون ونه لري. امريکا د چين د پرمختګ د مخنيوي ځواک نه لري،د امريکا بنديزونه ښايې په لنډه موده کې د چين اقتصاد ته زيانونه ورسوي، خو که چين د اقتصادي پرمختګ کورني خوځنده ځواک له لاسه ور نه کړي او د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاره بنده نه کړي،د امريکا له خوا د چين د مخنيوي کړنې به هرو مرو ناکامې شي. په راتلونکو لسو او شلو کلونو کې به د چين او امريکا ترمنځ د سيالۍ اړيکې سختې شي،خو د نوې سړې جګړې د پيلېدو شونتيا نه شته او هغه امکان هم نه شته چې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې د امريکا او پخواني شوروي اتحاد ترمنځ د اړيکو په شان د مستقيم مقاومت په لور روانې شي.

د امريکا د تکساس پوهنتون د اوستين پوهنځي په څانګه کې د چين د عامه تګلارو د مرکز اجرائيوي مشر فانګ دا وي وويل چې د امريکا په دننه کې د چين د شيطانۍکېدو په اړه ځيني اوازونه پورته شوي ، خو دا د زياترو امريکايانو اوازونه او نظرنه دی.د ګڼ شمېر امريکايانو په اند د چين اقتصادي سمسورتيا او پرمختګ د امريکا لپاره ګټور دی. هغه وويل،امريکا د چين له سمسورتيا څخه ګټې اخلي چې دا به نه يوازې د امريکايانو د مصرفي توان د پياوړتيا بلکې د دې هېواد د اقتصاد لپاره ګټوره وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای