CRI Online

تبصره: هيڅکله به د هانکانګ په چارو کې او د چين په کورنيو چارو کې د لاسوهنې ناوړه موخه بريالۍ نه شي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-02 20:00:14

د جولای په لومړۍ نېټه له چين سره د هانکانګ د بېرته يو ځای کېدو د ۲۲مې کاليزې په ورځ يو شمېر افراطي عناصرو په زور سره د هانکانګ د قانون جوړونکي شورا ودانۍ ته ننووتل، تخريبي اقداماتو يې لاس پورې کړ او په دغه ودانۍ کې يې شيان ويجاړ کړل. په دې تاوتريخنيو اقداماتو سره د هانکانګ قانوني ادارې او ټولنيز ثبات ته زيانونه رسېدلي او نړيوالې ټولنې پر دغو کړو وړو سخته نيوکه وکړه. خو امريکا، بريټانيا او اروپايي ټولنې د ازادۍ او بشري حق په پلمه دغه تخريبي عمل ته د سوله ييز احتجاج حق د ساتنې نوم ورکړي. ياد هېوادونه د زور او جرم په برخه کې د دوو معيارونو په غوره کولو سره په زور سره د هانکانګ په چارو کې او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي. چين له دې سره ټينګ او کلک مخالفت کوي.

هانکانګ د هغه نظام د تر سره کولو لومړی تمځای دی چې په يو هېواد کې دوه ټولنيز نظامونه پلي کېږي. له چين سره د هانکانګ له بيا يو ځای کېدو وروسته د دغې سيمې د پرمختګ سرعت تل د نړۍ په پرمختلليو اقتصادونو کې مخکينی مقام نيسي او هانکانګ په بريالۍ توګه د اسيا د پولي بحران او د نړيوال مالي بحران له څپو څخه وتلی دی. هانکانګ څو څو ځله او په پر له پسې توګه د زياتو نړيوالو ارګانونو لخوا د ازاد اقتصاد د سيالۍ وړ سيمې په توګه انتخاب شوی دی. د هانکانګ خبري رسنيو په دې اړه ويلي چې په يو هېواد کې د دوو ټولنيزو نظامونو پلي کول د هانکانګ د پرمختګ لپاره ډېر ستر غوره والی دی او له دې امله هانکانګ د هېواد له پرمختګ څخه ګټه اخلي او په هانکانګ کې د اوسيدونکو هر ډول حق او ازادي ساتل کېږي.

د چين حکومت په کورنيو چارو کې د بهرنيو خواوو د لاسوهنې په مقابل کې ښکاره رويه لري: د هانکانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي. هيڅ هېواد، بهرنی سازمان او شخصيت حق نه لري چې پکې لاسوهنه وکړي. که ځينې خواوې پر ناوړه موخه ټينګار وکړي، چين به نور غبرګونونه وښيي. اړوندې خواوې دې د هېواد د حاکميت د ساتلو په برخه کې د چين هوډ او ارادې ته په ټيټه سترګه ونه ګوري. هيڅکله به د هانکانګ په چارو کې د لاسوهنې او په چين کې د خړپړتيا د جوړونې په اړه ناوړه موخه بريالۍ نه شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای