CRI Online

د چين د خلکو ورځپاڼې تبصره: هانکانګ کې تندلاري مظاهرچيان بايد د قانون منګولو ته وسپارل شي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-03 11:06:12


(د هانکانګ د قانون جوړوونکې شورا ودانۍ)

(د هانکانګ د قانون جوړوونکې شورا ودانۍ)

د روان کال د جولای لومړۍ نېټه له چين سره د هانکانګ د بېرته يوځای کېدو له ۲۲ مې کاليزې سره برابره وه. په هانکانګ کې د تندلارو يوې ډلې په همدې ورځ د دغې سيمې د قانون مادو له تعديل سره د مخالفت په پلمه څو لويې لارې وتړلې، پر پوليسو يې زهرجن کيمياوي پوډر وپاشل او بريدونه يې وکړل، په زور سره د هانکانګ د قانون جوړوونکي شورا ودانۍ ته ننووتل او په دغه ودانۍ کې يې شيان ويجاړ کړل.

د هانکانګ د اساسي قانون له مخې اتباع د لاريون، مظاهرې او د ټولنې استازي په توګه د پوره ازادۍ حق لري. خو داسې کړنه چې د لاريون، مظاهرې او د ټولنې استازيتوب په پلمه د زور زياتي عملونه کوي، د منلو وړ نه ده. په ياده پېښه کې د تندلارو زور زياتي په عملونو لاس پورې کول اصلي مقصد د قانون مادو له تعديل سره مخالفت نه وو، بلکې د چين "د يوه دولت او دوو نظامونو " پاليسۍ تر پښو لاندې کول او د هانکانګ د محلي حکومت د ادارې ړنګول دي.

د هانکانګ اداري مشرې لين جنګ يو عه له دغې پېښې وروسته په وينا کې پر دې تاکيد وکړ چې مجرمين بايد د قانون منګولو ته وسپارل شي. د دغې سيمې د قانون جوړوونکې شورا ۴۲ غړو د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره له خلکو څخه وغوښتل چې بايد په ګډه سره بهر ته د ټولنيز نظام د نه خرابولو پيغام ورکړي. همدارنګه د دغې سيمې د ځوانانو څه باندې ۶۰ ټولنو له پوليسو څخه غوښتنه وکړه چې د دغې پېښې په اړه دې پلټنه ژرتر ژره ترسره کړي او د هانکانګ قانوني اداره او ارامي دې وساتي. د چين مرکزي حکومت هم دريځ وښود چې د دغې پېښې په اړه د هانکانګ د محلي حکومت او پوليسو له اقداماتو او پرېکړې څخه ټينګ ملاتړ کوي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای