CRI Online

د هانکانګ د قانون جوړولو په شورا کې د نظام جوړولو ډلې غړيو د هغو زور زياتي کړو وړو چې دغې شورا ته يې د زيان رسولي، سخته غندنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-07-03 14:08:27

په هانکانګ کې ځينو تندلارو د جولای په لومړۍ نېټه د زور زياتي په کړنو سره د قانون جوړولو شورا ودانۍ ته ننوتل او د دغې شورا دفترونو تاسيساتو او توکيو ته يې سخت زيانونه ورسول. د قانون جوړولو شورا د نظام جوړولو ډلې ټولو غړيو د دغو ناقانونه کړنو سخته غندنه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې پوليس دې په عادلانه توګه قانون اجرا کړي او مجرمينو ته دې سزا ورکړي. د دغو غړيو راغوونډونکي لياو چانګ جيانګ په همدې ورځ وويل چې د دغو قانون سرغړوونکو کړنې چې د قانون جوړولو شورا تاُسيساتو ته يې سخت زيانونه رسولي، په اتفاق سره سخته غندنه وکړه چې دغه ناوړه عمل د خلکو پر ژوند بدې اغيزې کړې دي.

د قانون جوړولو شورا د نظام جوړولو ډلې غړې او د هانکانګ د شين مين ګوند رئيسې ليو شو يي د يادو بدو کړنو سخته غندنه وکړه او ويې ويل چې د زور زياتي عملونه د هانکانګ وياړ او د خلکو ګټو ته تاوانونه رسولي او هيله يې وښوده چې پوليس ژر تر ژره دغه تندلار او د قانون ماتوونکي ونيسي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای