د چين د مرکزي راډيو او ټليويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مشر لي جان شو د جولای په ۳مه نېټه د افغانستان د ولسي جرګې نوي مشر مير رحمان رحماني ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.
نوموړي په خپل پيغام کې ليکلي، په خوشحالۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې تاسې د افغانستان د ولسي جرګې د مشر په توګه وټاکل شوی، زه د ځان او د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې په استازيتوب تاسو ته مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کوم.
چين او افغانستان يو د بل ښه ګاونډي هېوادونه دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ عنعنوي دوستۍ شتون لري. په تېرو څو کلونو کې دوه اړخيزې اړيکې د ښه پرمختګ په حال کې وې. زه غواړم له جلالتماب سره يو ځای د چين ملي ولسي کانګرس او د افغانستان د ولسي جرګې ترمنځ د دوستانه تګ راتګ او همکاريو د پياوړتيا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو دوستانه همکاريو د ژورتيا لپاره هڅې وکړو.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |