CRI Online

لي که چيانګ د ۲۰۱۹ کال د داوس د دوبني فورم د بېلا بېلو برخو له ګډونوالو سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-07-03 19:47:55

د چين صدراعظم لي که چيانګ د جولای په ۲مه نېټه په دا ليان ښار کې د ۲۰۱۹م کال لپاره د داوس د دوبني فورم د صنعتي، سوداګريزو، پولي او رسنيزو برخو له کابو ۲۰۰ استازو سره خبرې اترې وکړې او د ګډونوالو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل.

لي که چيانګ د سوداګريز چاپيريال په اړه وويل چې چين به د بازاري کېدو، قانوني کېدو، نړيوال کېدو، ثابتوالي، شفافيت او د باور وړ چاپيريال د جوړېدو لپاره کوښښ وکړي او د چين د ورخلاصون کچه به لا پراخه کړي. چين د بهرنيو سوداګرو د حقه حقونو ساتنې ته په ډېره درنه سترګه ګوري. لي که چيانګ د پولي اصلاحاتو په اړه هم وويل چې په چين کې د پولي اصلاحاتو پراختيا به د چيني پولي چارو د کچې د لوړ کېدو لپاره ګتوره وي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای