CRI Online

چين په ګمرکي چارو کې د اسانتيا راوستلو په پار د لوړې سويې تدبيرونه غوره کړي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-04 15:05:22

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې مرستيال مشر هو وې د جولای په درېيمه نېټه په بيجينګ کې وويل امکان شته چې له ټاکلي پلان څخه يو کال مخکې په روان کال کې د صادراتو او وارداتو د ادارې په اړه په انټرنيټ کې د اړوندو سندونو د اجرا کولو هدف عملي شي. د مالوماتو له مخې اوسمهال په چين کې په ګمرکي چارو کې د صادراتو او وارداتو د اړينو سندونو شمېر له شپږ اتياوو څخه شپږڅلويښتو ته راکم شوی دی. د ځانګړو چارو لپاره د څلورو ډولونو سندونو نه پرته نور ټول په انټرنيټ کې اجرا کيدای شي. په وروستۍ موده کې د چين څو ارګانونو په ګډه په ګمرکي چارو کې د لوړې سويې او د اسانتيا راوستلو په پار يوه خبرتيا خپره کړه چې له مخې يې له ګمرکاتو څخه د مالونو د تېرېدو او راتېرېدو وخت کې شوی او د ګمرکي چارو اغيزه لوړه شوې ده.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای