CRI Online

د هانکانګ بېلا بېلو ټولنو په پر له پسی توګه د زورزياتي پېښه وغندله

cri     (GMT+08:00) 2019-07-04 15:22:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جولای په لومړۍ نيټه د هانکانګ د قانون جوړونکې شورا په ودانۍ کې د زورزياتي پېښه رامنځته شوه. په دې وروستيو ورځو کې د هانکانګ بېلا بېلو ټولنو په پر له پسی توګه دغه پېښه سخته وغندله.د هانکانګ ځينو ورځپاڼو او مجلو،د بېلا بېلو ټولنو شخصيتونو او ولسي سازمانونو په جلا جلا توګه پر دغې پېښې نيوکې کړې او د هانکانګ د خاصې ادارې له حکومت او پوليسو څخه يې ملاتړ وکړ چې له قانون سره سم يې خپله دنده تر سره کړې او قانون يې په جدي توګه پلی کړی، د دې ترڅنګ دوی له هانکانګيانو څخه غوښتنه وکړه چې عاقلانه رويه غوره کړي او يووالی وساتي،د قانوني ادارې چاپيريال بيا جوړ کړي،اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند ښه والي ته پاملرنه وکړي تر څو په دې سيمه کې سمسورتيا او ثبات وساتل شي.

څو هانکانګي ورځپاڼو د جولای په درېيمه نېټه د تبصرو په خپرولو سره دغه د زورياتي پېښه غندلې او غوښتنه يې وکړه چې په دې سيمه کې د قانوني ادارې کليدي ارزښت دې وساتل شي او ټولنيز نظام دې ژر تر ژره اعاده شي.

د دې سيمې د ملي ولسي کانګرس۳۶ تنو استازو د جولای په دوهمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ياده پېښه سخته وغندله او له پوليسو څخه يې غوښتنه وکړه چې په جدي توګه قانون پلی کړي او ژر تر ژره مجرمينو ته سزا ور کړي. د دې ترڅنګ دوی د هانکانګ پر ښاريانو هم غږ وکړ چې يووالی وساتي، له مجرمينو او بهرنيو ناقانونه ځواکونو څخه دې ملاتړ ونه کړي،د اقتصادي پرمختګ،د خلکو د ژوند د ښه والي او د ځوانانو ودې او پرمختګ په برخه کې دې له ځايي حکومت څخه پلوی وکړي تر څو د دې سيمې سمسورتيا او ثبات وساتل شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای