CRI Online

چين وايي تر نورو سيمو نه مخکې د ازادې سوداګرۍ په ازمويښتي سيمو کې به د اصلاحاتو او ورخلاصون لازياتې ازموينې تر سره کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-04 15:28:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين صدراعظم لي که چيانګ د جولای په درېيمه نېټه د دولتي شورا د دايمي چارو د يوې غونډې مشري وکړه او پکې يې د ازادې سوداګرۍ په ازمويښتي سيمو کې د اصلاحاتو او نوښت په اړه د سيمه ييزو حکومتونو د پرېکړو په باب معلومات واوريدل او له دې څخه يې ملاتړ وکړ چې تر نورو سيمو نه مخکې به د ازادې سوداګرۍ په ازمويښتي سيمو کې د اصلاحاتو او ورخلاصون لازياتې ازموينې تر سره کړي.د دې ترڅنګ نوموړي دا هم وويل چې چين د نړيوالې الکترونيکې سوداګرۍ په شمول د نويو سوداګريزو موډلونو د بشپړتيا لپاره تګلارې جوړې کړې چې د صنعتي انقلاب له نوي تمايل سره سمون لري او د بهرنۍ سوداګرۍ موډل به نړی کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای