CRI Online

د بهرنيو هېوادونو ديپلوماتانو د پرمختګ، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د تندلارې د له منځه وړلو په برخه کې د شينجيانګ لاسته راوړنې وستايلې

cri     (GMT+08:00) 2019-07-04 15:35:06

د چين مرکزي راډيو او تلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې په ژنيو کې د چين دايمي پلاوي د جولای په درېيمه نېټه د شينجيانګ د بشري حقونو چارو د پرمختيايي لاسته راوړنو په هکله يوه غونډه تر سره کړه او د چين د شينجيانګ د اويغور د کورواکۍ سيمې استازو او په ژنيو کې د اړوندو هېوادونو دايمي ديپلوماتانو او استازو چې په دې وروستيو ورځو کې يې له شينجيانګ څخه ليدنه کړې،د دې سيمې د بشري حقونو په اړه معلومات وړاندې کړل. دوی د شينجيانګ د پرمختګ،د ترهګرۍ پرضد د مبارزې او د تندلارۍ د له منځه وړلو په برخه کې د شينجيانګ لاسته راوړنې وستايلې.په ژنيو کې د څه باندې شلو هېوادونو د دايمي استازو په شمول د ډېرو هېوادونو ديپلوماتانو، د نړيوالو سازمانونو چارواکو، د خبري رسنيو او د غير حکومتي سازمانونو استازو په ګډون څه باندې ۱۶۰ تنو په دې غونډه کې ګډون کړی و.

د شينجيانګ د اقسو سيمې اداري مشر نياز اسيم او د هوتن سيمې د مو يوو ولسوال محمود عمرکان د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ، د بې وزلۍ د له منځه وړلو او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخه کې د ځايي حکومت د تګلارو او لاسته راوړنو په باب معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې شينجيانګ د خلکو د ګټو په محور پر پرمختيايي افکارو ټينګار کوي او د چين د مرکزي حکومت او نورو ولايتونو او ښارونو تر ملاتړ او مرستو لاندې د بېلا بېلو قومونو د زيار ايستلو له لارې پکې هغه حالت ليدل کيږي چې ټولنه يې په ثابت ډول روانه ده، اقتصاد يې پرمختګ کړی، ايکولوژيکي چاپيريال يې ډېر ښه شوی او خلک يې په نيکمرغه او امن کې ژوندکوي.

په ژنيو کې د الجزاير ،لاوس او صربيا دايمي استازو په دې غونډه کې ګډون وکړ او له شينجيانګ څخه د ليدنې په باب يې معلومات وړاندې کړل او د دې سيمې له سمسورتيا، پرمختګ،ثابت او امنيتي چاپيريال،ورخلاصون او هماهنګۍ څخه يې ژورې خاطرې درلودې.د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د شينجيانګ لاسته راوړنې د ستاينې وړ دي او د مذهبي ازادې او د ژبو او کلتور په برخه کې د بېلا بېلو قومونو حقونه په پوره توګه تضمين شوي دي.سربېره پردې په ژنيو کې د روسيې، ناجيريا او د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت په شمول دايمي استازو او لوړ پوړيو ديپلوماتانو په خپلو ويناوو کې د شينجيانګ د پرمختګ ، د ترهګرۍ پرضد د مبارزې او د تندلارۍ او بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې لاسته راوړنې هم وستايلې.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای