CRI Online

په چين کې د عراده جاتو شمېر ۳۴۰ مليونو ته رسيدلی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-07-04 15:37:22

د چين د خلکو ورځپاڼې د خبر له مخې د چين د عامه امنيت وزارت د ترانسپورټ ادارې خبر ور کړ چې د ۲۰۱۹ کال تر جون پورې په ټول هېواد کې د عراده جاتو شمېر ۳۴۰ مليونو ته رسيدلی چې په دې جمله کې د موټرو شمېر يې ۲۵۰ مليونه و.د چين په ۶۶ ښارونو کې د ساتل شويو موټرو شمېر له يو مليون څخه اوښتی چې په دې جمله کې د بېجينګ او چنګ دو په شمول ۱۱ ښارونو کې يې شمېر له درې مليونو څخه زيات شوی دی.

د روان کال تر جون پورې په چين کې د هغو موټرو شمېر چې پکې له نوې انرژۍ څخه استفاده کيږي، درې مليونو څلور لکو او څلوېښتو زرو ته رسيدلی چې دغه رقم د موټرو د عمومي شمېر په سلو کې يو اعشاريه ۳۷ برخه نيسي او د تېر کال د پاي په پرتله اته لکه او دېرش زره زيات شوی چې د زياتوالي انډول يې په سلو کې ۳۱ اعشاريه ۸۷ و. دغه راز دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله يو مليون څلور لکه او پنځوس زره زيات شوی چې د زياتوالي انډول يې په سلو کې ۷۲ اعشاريه ۸۵ و.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای