د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د سوداګرۍ پخواني استازي کارلا انډرسن هيلز په وروستيو ورځو کې له خبريال سره په مرکه کې وويل، د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ ليدنه کې د مهمې ګډې موافقې تر لاسه کېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي بحث د پرمختګ لپاره لومړی ګام دی.
هيلز وويل، چين او امريکا په دې اړه موافقه تر لاسه کړې چې د مساوات او متقابل احترام پر بنسټ سوداګريزې سلامشورې بيا پيل کړي او امريکا به د چين پر صادراتي توليداتو نوي ګمرکي تعرفې و نه لګوي، دا د دواړو خواوو د تجارت تړون د جوړولو لپاره لومړی قدم دی. که دواړه هېوادونه پر دې بنسټ دوامدار او ثابت پرمختګ وکړي، نو د دواړو خواوو د اقتصاد لپاره به ګټور وي او دوه اړخيزې اړيکې به يې ټينګې شي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |