CRI Online

د امريکا د سياسي چارو سلو تنو شنونکو او اقتصادي کارپوهانو د امريکا ولسمشر او ملي کانګرس ته (چين د امريکا دښمن نه دی)په عنوان يو پيغام وليږه

cri     (GMT+08:00) 2019-07-04 15:50:40

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې هغه پيغام چې عنوان يې دی چين د امريکا دښمن نه دی، د جولای په درېيمه نېټه د امريکا د واشينټن پوست په ورځپاڼې کې خپور شو.ياد پيغام د ماساڅوسيټ تخنيکي انسټېټيوټ پروفيسر تيلور فراويل،په چين کې د امريکا د پخواني لوی سفير جي ستاپليتون روي په شمول د چين مسئلو په اړه د پنځو مشهورو امريکايي کارپوهانو له خوا ليکل شوی او د سياسي چارو سلو تنو شنونکو او سوداګريزو شخصيتونو په امضا کولو سره ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ملي کانګرس ته وسپارل شو. دوی له دې لارې د چين په اړه د حکومتي مقاومت له تګلارو سره مخالفت څرګند کړی دی.

يادو کارپوهانو په دغه پيغام کې په اوو برخو کې د چين په اړه د امريکايي حکومت د تکلارو مسئلې په ګوته کړي او ويلي يې دي چې د امريکا حکومت وروستۍ کړنې د دې هېواد او چين ترمنځ د اړيکو د خرابېدو سبب شوې، د دوی په اند د امريکا او چين ترمنځ د اړيکو ترينګلتيا د امريکا او ګردې نړۍ له ګټو سره سمون نه لري، نو انديښنه يې پرې څرګنده کړې ده.

په دې پيغام کې راغلي چې چين د اقتصاد په برخه کې د امريکا دښمن يا د دې هېواد امنيت ته ګواښ نه جوړوي، نو امريکا بايد د چين پر وړاندې د مقاومت تګلاره غوره نه کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای