د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د جولای په ۴مه نېټه په بېجينګ کې وويل، اوسمهال د چين او امريکا د اقتصادي پلاويو ترمنځ تګ راتګ روان دی. د امريکا لخوا په يواړخيزه توګه د چين پر توليداتو د تعرفو زياتوالی د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اصطکاک د پيل ټکی دی، نو که د دواړو هېوادونو ترمنځ تړون لاسليک شي، ټولې زياتې شوې تعرفې دې لغوه شي. همدارنګه چين له امريکا څخه غواړي چې ژر تر ژر پر هوا وې شرکت د امريکايي شرکتونو د توليداتو د پلورلو د اعاده کېدو په اړه ژمنه تر سره کړي.
نوموړي په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې پر دې ټينګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تړون به يوازې د برابرۍ، مساواتو، مقتابل درناوي او ګډو ګټو پر اساس او د چين د غوښتنو په پوره کولو سره لاسليک شي.
نوموړي زياته کړه چې چين د پلان له مخې د بې باوري واقعي ډلو د لېست په اړه د نظام د پلي کولو د مرحلې په تر سره کولو بوخت دی. امريکا بايد ژر تر ژره پر هوا وې شرکت د امريکايي شرکتونو د توليداتو د پلورلو د اعاده کېدو په اړه ژمنه تر سره کړي او بايد پر چيني توليداتو باندې له حمله کولو څخه لاس واخلي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |