د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د جولای په ۴مه نېټه هغې پښې ته غبرګون وښود کوم چې د واشګټن پوست ورځپاڼې څو ورځې مخکې د امريکا ولسمشر ډونالډ ترمپ او کابينې ته د دغه هېواد د بېلا بېلو ساحو په اړه يو خلاص ليک خپور کړی دی. هغه په دغه ليک کې د څرګند شويو معقولو او مناسبو اوازونو او نظريو ستاينه وکړه او پر دې يې ټينګار کړی چې تضادونه او توپيرونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوسنيو اړيکو ماناګانې نه دي او بې پلوه، معقوله او جامع اوازونه به متعصبو او غلطو نظريو ته ماتې ورکړي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |