CRI Online

د چين د کارتون او لوبو پنځلسم نړيوال نندارتون په شانګهای کې پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2019-07-05 14:50:32

د چين د کارتون او لوبو پنځلسم نړيوال نندارتون په شانګهای کې پرانيستل شو

د چين د خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د کارتون او لوبو پنځلسم نړيوال نندارتون د جولاۍ په ۴مه نېټه د شانګهای د نړيوال نندارتون په نندارځی کې پرانيستل شو او تر پنځو ورځو پورې به دوام ولري.

دغه نندارتون په چين کې د کارتون او لوبو په برخه کې تر ټولو زياته اغېزه لري. د دې نندارتون د نندارځي پراخوالی شپېتو زرو مربع مترو ته رسېږي او د Disney او bilibili په شمول زياتې بهرنۍ تصدۍ پکې برخه لري. په دغه نندارتون کې د جولاۍ له ۴مې نېټې څخه تر ۶مې نېټې پورې د Marvel د اتيايمې کليزې، Star Wars او د کورني کارتون تر عنوان لاندې ځانګړي فعاليتونه هم ترسره کېږي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای