CRI Online

له شينجيانګ څخه قزاقستان ته هوايي دهليز پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-07-05 15:04:00

له شينجيانګ څخه قزاقستان ته هوايي دهليز پرانيستل شوه

د چين د خبري اژانس د خبر له مخې، د شينجيانګ له ارومچي ښار څخه د قزاقستان پلازمينې الماتا ته هوايي دهليز پرانيستل شو او د شينجيانګ د جونګ هه شرکت د الوتکې لومړی پرواز چې توکي پکې بار وو، د جولاۍ په ۴مه نېټه په برياليتوب سره ترسره شو. دا د شينجيانګ او منځنۍ اسيا ترمنځ د توکو لېږدولو په برخه کې د دې شرکت دوهمه هوايي کرښه ده چې الوتکې ترې پروازونه کوي.

په همدې ورځ د غرمې په دوولسو بجو او شپاړسو دقيقو، د بوين 757-200نمبر توکو ليږدونکې الوتکې چې توکي پکې بار وو، د ارومچي له دي وه باو نړيوال هوايي ډګر څخه د الماتا پر لور پرواز وکړ او تر يو نيم ساعت مزل وروسته د الماتا نړيوال هوايي ډګر ته ورسېدله. دا د ارومچي او الماتا ترمنځ لومړی هوايي دهليز دی چې الوتکې به ترې پروازونه کوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای