د چين د شمېرنې ملي اداره وايي، چې په تېرو ۷۰ کلونو کې يعنې د نوي چين له جوړېدو راهيسې چين په طبي او روغتيايي برخو کې زيات پرمختګ کړی او د عامو خلکو د روغتيا سويه يې لوړه ساتلې ده. د تېرې پيړۍ په ۵۰مه لسيزه کې د چينايانو منځنی عمر ۳۵ کاله ښودل شوی و، خو په ۲۰۱۸ کال کې يې منځنی عمر ۷۷ کاله شوی او د روغتيا سويه يې په عمده توګه تر منځني او لوړ عايدات لرونکو هېوادونو ښه ده.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |