د سين هوااژانس د خبر له مخې، ځينو تندلارو لږه موده مخکې په زور زياتي سره هانکانګ د ځانګړې ادارې سيمې د قانون جوړولو شورا ته ننوتلي او په دغه شورا کې تاسيساتو ته يې زيانونه رسولي دي.زيات شمېر تندلاري ځوانان په دې ډله کې شامل وو.د هانکانګ د ځينو پوهنتونونو ، ښوونيزو او هنري ټولنو شخصيتونو په دې وروستيو ورځو کې په دې هکله په جلا جلا توګه د دې زور زياتي کړنو سخته غنده وکړه ،غوښتنه يې وکړه چې عاقلانه خبرې اترې وکړي او د قانوني ادارې د روحيې درناوی وکړي او هيله يې څرګنده کړه چې د هانکانګ ځوانان خپل نظرونه پرانيستي وساتي، لا ښه زده وکړي او د ملي سمسورتيا په ابادۍ کې خپل استعدادونه وکاروي.
د هانکانګ د ځينو پوهنتونونو مشرانو د عاقلانه خبرو اترو غوښتنه وکړه او د زور زياتي کړنې وغندلې. د هانکانګ پوهنتون مشر جانګ شيانګ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دغې پيښې په اړه تاسف څرګند کړ او د دغو ويجاړوونکو کړنو سخته غندنه يې وکړه.
په دې وروستيو ورځو کې د هانکانګ په هنري ټولنه کې هنرمندانو هم د دغې پيښې غندنه کړې او هيله يې ښودلې ده چې د هانکانګ په ټولنه کې باثباته او ارامه نظام جوړ شي.
ژباړونګې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |