د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د جولای په ۵مه نېټه په بېجينګ کې په جلا جلا توګه د بنګلاديش د خارجه وزير عبدالکلام عبدالموًين او په چين کې د پاکستان له لوی سفير مسعود خالد سره چې ژر به يې د دندې موده ختمه شي، وکتل.
وانګ يي له موًين سره د کتنې په وخت کې څرګنده کړه چې له چين څخه د بنګلاديش د صدراعظمې شيخ حسينه ليدنه بريالۍ وه. د نوموړې ليدنې له لارې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ دوستۍ ټينګې شوې، مهمې ګډې نظريې تر لاسه شوې چې د ذات البيني اړيکو د ټينګښت لپاره يې لوری روښانه کړی.
موًين وويل چې بنګلاديش په اوږده موده کې د چين له ارزښتناک ملاتړ څخه مننه کوي او غواړي له چين سره ستراتيژيکې دوستانه اړيکې ټينګې کړي.
وانګ يي له خالد سره د کتنې په خت کې څرګنده کړه چې د چين او پاکستان تر منځ د ټولو فصلونو د ستراتيژيکي همکاريو دوستانه اړيکې په سياست او خلکو کې ټينګ بنستونه لري. موږ بايد دغه دوه اړخيزې اړيکې ټينګې وساتو چې د دواړو هېوادونو خلکو لپاره ګټورې دي.
خالد د پاکستان او چين تر منځ د دوستۍ د ښې راتلونکې په هکله پوره باور لري او د دغې دوستۍ ټينګښت لپاره به هلې ځلې وکړي.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |