CRI Online

د جنوبي افريقا ولسمشر د هوا وې شرکت هرکلی وکړ چې دغه هېواد ته د 5G تخنيک رسوي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-06 18:45:17

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د جنوبي افريقا ولسمشر ماتاميلا سيريل رامافوسي د جولای په ۵مه نېټه په جوهانيسبورګ کې د جنوبي افريقا د څلورم صنعتي انقلاب د ډيجټلي اقتصاد په سرمشريزه غونډه کې د چين د هوا وې شرکت هرکلی وکړ چې دغه هېواد ته د 5G تخنيک رسوي.

رامافوسي وويل چې د جنوبي افريقا زياتو مخابراتي سوداګرو مخکې ورته د پيغام په استولو سره ويلي چې د هوا وې پر شرکت بنديز لګول به نه يوازې په دغه هېواد کې د 5G شبکې ابادۍ په بهير کې خنډونه جوړ کړي، بلکې د 3G او 4G پر شبکې به هم بدې اغيزې وکړي. هغه وويل چې موږ 5Gته اړتيا لرو، يوازې د هوا وې شرکت موږ ته 5G رسولی شي. موږ له دغه شرکت څخه ملاتړ کوو چې زموږ هېواد او نړۍ ته لا نور ښه تخنيکونه ورکولی شي.

هغه زياته کړه چې جنوبي افريقا به د څلورم صنعتي انقلاب فرصت ونيسي، د اقتصاد د شکل بدلون چټک کړي او لا زيات کاري چانسونه به جوړ کړي تر څو د بې وزلۍ او بې کورنۍ له امله له رامنځته شويو ننګونو سره مقابله وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای