CRI Online

د امريکا ځانګړی استازی: د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرو اترو واقعي پرمختګ موندلی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-07-07 16:25:10

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د روغې جوړې چارو په اړه د امريکا حکومت ځانګړي استازي زلمی خليلزاد د جولای په ۶مه نېټه وويل، امريکا د افغانستان له طالبانو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ۷م پړاو په خبرو اترو کې واقعي پرمختګ تر لاسه کړی.

خليلزاد په ټولنيزو رسنيو کې وويل، امريکا او طالبانو د جون له ۲۹مې نېټې څخه ۷مې خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو د ترهګرۍ پر ضد، له افغانستان څخه د ځواکونو ايستلو، بين الافغاني ډيالوګ او د دايمي او پوره اوربند په شمول په ۴ برخو کې واقعي پرمختګ تر لاسه کړی. دغې خبرې اترې تر پخوا ډېرې بريالۍ دي.

د طالبانو د خبر له مخې، د قطر او جرمني لخوا جوړ شوی بين الافغاني ډيالوګ به د روانې مياشتې په ۷مه نېټه په دوحه کې تر سره شي او څه باندې ۶۰ تنه به پکې ګډون ولري. خليلزاد وويل، له بين الافغاني ډيالوګ څخه د ملاتړ له امله، امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې به له ۷مې نېټې څخه تر ۸مې نېټې پورې وځنډېږي. د هغه په اند، دغه ځل ډيالوګ د افغانستان د روغې جوړې په بهير کې ډېره کليدي پېښه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای