CRI Online

چين په وار سره د سوپر حساب ۶ دولتي مرکزونه جوړ کړي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-07 16:28:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، خبريال د جولای په ۶مه نېټه د چين د تيان جين ښار په بين های نوې سيمه کې تر سره شوی د سوپر حساب په اړه فعاليت څخه معلومات تر لاسه کړل، چې تر اوسه پورې چين د سوپر حساب ۶ دولتي مرکزونه جوړ کړي دي چې د نوښت له لارې د پرمختګ لپاره نوې محرکه قوه برابره کړي.

د ۲۰۰۹ کال په مې مياشت کې د چين د علومو وزارت دا پرېکړه کړې وه چې په تيان جين ښار کې د سوپر حساب دولتي مرکز جوړ کړي، له دې وروسته په شن جن ښار، جي نان ښار، چانګ شا ښار، ګوانګ جو ښار او وو سي ښار کې د سوپر حساب دولتي مرکزونه جوړ شوي دي. په يادو مرکزونو کې د يو شمېر سوپر کمپيوترونو استعمال د چين د سوپر حساب د تخنيکونو د نوښت او د توليدي کېدو پرمختګ نوې پاڼه پرانيستلې ده.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای