CRI Online

په قطر کې بين الافغاني غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-07-08 10:26:24

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د قطر او جرمني په هڅه بين الافغاني غونډه د جولای په ۷مه نېټه د قطر په پلازمينه دوحه کې پرانيستل شوه.

د خبر له مخې، د افغانستان د حکومت او د بېلا بېلو ډلو څه دپاسه شپيته تنه په شخصي ډول په دغه دوه ورځنې غونډه کې ګډون لري.

قطر او جرمني مخکې د دغې غونډې په هکله د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د افغانستان د بېلا بېلو خواوو تر منځ مخامخ خبرې اترې د دغه هېواد د سولې رامنځته کولو يو مهم لامل دی او په دغه هېواد او دغه سيمه کې د سولې او خونديتوب د ساتلو په چارو کې د دغو ډلو د باور ټينګښت لپاره ګټور دی.

په قطر کې د ترکيې، ايران، چين، بريتانيا، فرانسې، روسيې، هند، پاکستان او تاجکستان په شمول د ځينو هېوادونو ډيپلوماتانو په بلنې سره د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې هم حضور درلود. د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد چې اوس په دوحه کې د دغه هېواد او طالب پلاوي تر منځ په مذاکراتو کې ګډون لري هم په دغو پرانيستونکو مراسمو کې برخه درلوده.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای