د خلکو ورځپاڼې د خبر له مخې، د چين د بازارونو د نظارت ادارې عمومي رياست خبر ورکړ چې د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ نيمايې کې هره ورځ په چين کې د نويو جوړو شويو تصديو شمېر ۱۹ زره ۴سوو ته رسيږي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷اعشاريه يو سلنه زيات شوی دی.
د مالوماتو له مخې، د روان کال له پيل څخه راپدې خوا د بازارونو د ادارې ارګانونو د بازارونو نظارت کارونه پياوړي کړي او بازار ته د ننوتلو په هکله د ميکانيزم اصلاحات نوي پرمختګونه کړي چې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره يې ښه بازاري چاپيريال جوړ کړی دی.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |