د سينهوا اژانس د خبر له مخې د افغان حکومت يوه چارواکي د جولای په اوومه نېټه وويل چې د همدې ورځې په سهار د دې هېواد په ختيځ کې د غزني ولايت د غزني ښارپه شپږمې حوزې کې د موټربم چاودنې لږ تر لږه شپږ تنه وژلي او ۹۶ تنه نوريې ټپيان کړي چې د ځينو روغتيايي حالت نازک بلل شوی دی.
افغان طالبانو د دې پېښې پړه پر غاړه اخيستې او ويلي يې دي چې وسله والو طالبانو د ملي امنيت پر ادارې بريد کړی چې لسګونو تنو امنيت ساتونکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |