د چين د شمېرنې ادارې يو تازه راپور خپور کړ چې له مخې يې د نوي چين د جوړېدو له اوياوو کلونو راهيسې د چينايانو عايدات په پر له پسې توګه زيات شوي او مصرفي سويه يې هم لوړه شوې ده.
د دې راپور له مخې تېر کال په چين کې د هر تن په سر مصرفي لګښت ۱۹۸۵۳ يوانه و چې دغه رقم د ۱۹۷۸ کال په پرتله ۱۹.۲ چنده زيات شوی دی.
تېر کال په چين کې د هر تن په سر عمومي عايدات ۹۷۳۲ امريکايي ډالرو ته رسيدلي چې دغه شمېر د منځني عايداتو لرونکو هېوادونو د منځنۍ سويې په پرتله زيات و.سربېره پردې د يوې شمېرنې له مخې تېر کال د کورني توليد د عمومي ارزښت د زياتوالي لپاره د مصرفي لګښتونو خدمتي انډول په سلو کې ۷۶ اعشاريه ۲ و چې دغه رقم د وړم کال په پرتله په سلو کې ۱۸.۶ زيات شوی دی.نو له يادو شمېرونو څخه ښکاري چې د چين د اقتصادي پرمختګ د عمده خوځنده ځواک په توګه د مصرف رول لا ټينګ شوی دی.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |