CRI Online

د جون په پای کې د چين د بهرنيو اسعارو د زيرمې اندازه د تېر مې په پرتله ۱۸ مليارډه او ۲۰۰ مليونه امريکايي ډالره زياته شوې ده

cri     (GMT+08:00) 2019-07-08 15:18:05

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د بهرنيو اسعارو ادارې د جولای په اتمه نېټه يوه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې د روان کال د جون تر پايه پورې د چين د بهرنيو اسعارو د زيرمې اندازه ۳۱۱۹ مليارډه او ۲۰۰ مليونه امريکايي ډالرو ته رسيدلې چې دغه رقم د تېر مې د پای په پرتله ۱۸ مليارډه ۲۰۰ مليونه امريکايي ډالره زيات شوی او د زياتوالي انډول يې په سلو کې صفر اعشاريه شپږ و.

د چين د يادې ادارې مطبوعاتي وياند او عمومي اقتصادپوه وانګ چون اينګ وويل چې د روان کال په جون کې د نړيوال سوداګريز حالت او د عمده هېوادونو د مرکزي بانکونو د پيسو تګلارو تر اغيزې لاندې د امريکايي ډالرو ګراف ټيټ شوی او په نړيوال پولي بازار کې د پانګو بيې زياتې شوې دي.د دې ترڅنګ د يوانو د تبادلوي ارزښت او د پانګو د بيو د بدلون تر اغيزې لاندې د بهرنيو اسعارو د زيرمې اندازه لږ څه زياته شوې ده.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای