د سولې اتم نړيوال فورم چې عمده موضو يې د نړيوال نظام د ثابت ساتل يعنې د ګډو دندو تر سره کول، ګډې ادارې او د پرمختيايي لاسته راوړنو شريکول دي، د جولای په اتمه نېټه د چين په چينګ هوا پوهنتون کې تر سره شو.د چين د دولت رئيس مرستيال وانګ چي شان د دې فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينايې وکړه.
هغه وويل چې د چين پرمختګ له نړيوال پرمختګ څخه نه شي جلا کېدای او نړيوال پرمختګ هم د چين له پرمختګ څخه نه شي جلا کېدای.چين تل په ټينګه سره د سولې او پرمختګ په لور روان دی.د نړيوال نظام د تنظيمېدو په حال کې چين ادعا کوي چې د نوي ډول نړيوالو اړيکو او د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې د ابادۍ لپاره هڅې کوي،څو اړخيزم ساتي او د ګډ پرمختګ د موندلو لپاره لاره هواروي او د بېلا بېلو تمدنونو ترمنځ د متقابلې زده کړې لپاره هلې ځلې کوي.چين له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د سولې او پرمختګ پر عقيدې ټينګار وکړي،په ټينګه سره د اقتصادي چارو د نړيوال کېدو لپاره هڅې وکړي او په ګډه د لامعقول، باثباته او اغيزمن نړيوال نظام جوړ کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |