CRI Online

تبصره : د چين پر اقتصاد د نړۍ تکيه ډېره شوې

cri     (GMT+08:00) 2019-07-08 20:47:12

د مکينسي ګلوبل انسټيټيوټ تازه رپوټ ښيي چې له ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۰۷ کال پورې دچين پر اقتصاد د نړۍ د تکيې کچې شاخص له 0.4 څخه ګام په ګام 1.2 ته لوړ شوی دی. د نړيوال بانک سروې ښيي، چې له ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره د چين د خدمتونو انډول ۳۴٪ ښودل شوی، چې د امريکا، اروپايي ټولنې او جاپان د خدمتونو له ټولګې څخه زيات دی او له همدې کبله د چين پر اقتصاد د نړۍ د تکيې کچه ګام په ګام لوړه شوې ده.

لومړی: چين په نړۍ کې تر ټولو لوی مصرفي بازارونه لري، په چين کې د موټرو، شرابو، موبايل فونونو په ګډون زياتو ډولو تجارتي توکو ته تقاضا د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله زياته ده. يوه خوا، چين هرکال ګڼ توکي له بهرنيو هېوادونو څخه اخلي چې د دغو هېوادونو په اقتصادي وده کې يې زياتوالی راوستلی. له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې هر کال له بهرنيو هېوادونو څخه د چين لخوا د اخيستل شوو تجارتي توکو په ارزښت کې ٪13.5 زياتوالی راغلی،چې د نړۍ له منځنۍ سويې څخه ٪6.9 زيات دی. بله خوا، د چين لويو بازارونو بهرنيو تصديو ته ګڼ شمېر فرصتونه برابر کړي دي. په ۲۰۱۷ کال کې په چين کې د بهرنيو تصديو شمېر په دغه هېواد کې د ټولو تصديو په جمله کې تر ۳٪ کمه برخه نيوله، خو نړيوال تجارتي ارزښت او ګټې يې په جلاجلا توګه نږدې 50٪ او ٪25 وې.

دوهم: په چين کې هر ډول صنعت پيدا کيږي،په بله ژبه د عرضې ځنځير يې بشپړ دی چې له لارې يې په دغه هېواد کې د بهرنيو تصديو لپاره سربيې کمې شوې دي. د بېلګې په توګه د هغو تصديو د فابريکو شمېر چې اېپل ( APPLE ) شرکت ته پرزې عرضه کوي، ۸۰۰ ښودل شوی او پدې جمله کې نږدې نيمه برخه يې په چين کې ده. د ګولډمان ساچس شرکت سروې ښيي چې که APPLE شرکت د خپلو توليداتو د توليدولو او بسته بندۍ ټولې چارې په امريکا کې ترسره کړي، نو د لومړي لاس بيه به يې ٪37 زياته شي.برسيره پردې، په بهرنيو هېوادونو کې د چين پانګونو هم د نړيوال اقتصادي پرمختګ ته هم خوځنده ځواک ور کړی دی. په ۲۰۱۸ کال کې چين په بهرنيو هېوادونو کې ټولټال 130 مليارډه امريکايي ډالره پانګونه کړې، چې پدې سره يې بهرنيو هېوادونو ته 17 مليونه کاري فرصتونه برابر کړي او 40 مليارډ امريکايي ډالره ماليات يې ورکړي دي.

چين پدې وروستيو کلونو کې د ورخلاصون د پياوړتيا لپاره ډېر تدابير غوره کړي دي، د بېلګې په توګه ډېر ځله يې پر وارداتي توکو ګمرکي تعرفې کمې کړې، د بهرنيو پانګونو قانون يې جوړ کړی، خپلو بازارونو ته يې د بهرنيو پانګونو د ننوتلو شرايط کم کړي او د بهرنيو پانګوالو لپار يې د پانګونې وړ د صنايعو ليست جوړ کړی دی. ډېرې مشهورې نړيوالې تصدۍ د چين پر اقتصادي ودې باورې دي، مثلا د امريکا وال مارټ (WalMart) شرکت پلان لري چې په راتلونکو لسو کلونو کې په چين کې د خپلو مالونو د باربرۍ سيستم په اصلاح کولو کې 8 مليارډه يوان پانګونه وکړي، د جرمني ساپ (SAP) شرکت هم اعلان کړی چې د چين په بازارونو کې به خپلې چارې پراخې کړي او د امريکا کومنز(Cummins) شرکت هم اعلان کړ چې د چين په وو هان ښار کې به د خپل فرعي مرکز په جوړولو کې نور 130 مليونه امريکايي ډالره پانګونه وکړي.

چين به په راتلونکي کې په مداومه توګه ورخلاصون پياوړی کړي او د نړيوالې اقتصادي ودې لپاره به نور زيات خدمتونه ترسره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای