CRI Online

وانګ يي: د اروپايي ټولنې د نويو مشرانو تر ټاکل کېدو وروسته د چين او اروپا ترمنځ اړيکو ته سترګې په لار دی.

cri     (GMT+08:00) 2019-07-09 09:40:39

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن خبر ورکړ چې د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي پر ځايي وخت د جولای په ۸مه نېټه د پولنډ په ورشو کې له خپل پولنډي سيال ښاغلي جاسېک سزابوتوويز سره تر کتنې وروسته ور سره يوه ګډه خبري ناسته وکړه.

يو خبريال ترې پوښتنه وکړه چې د اروپايي ټولنې د نوې دورې مشران تر اوسه ټاکل شوي. چين په دې اړه څه نظر لري او په راتلونکې مرحله کې د چين او اروپا ترمنځ له ارتباتاتو څه هيله لري؟ ښاغلي وانګ په ځواب کې څرګنده کړه چې د اروپايي ټولنې د مشرانو نوبتي کول د سږ کال لپاره په اروپا کې يوه ستره سياسي پېښه ده. موږ د نويو مشرانو ټاکل کېدو ته ډېر خوشحاله يو. د رئيس شي جين پينګ په شمول څو چيني مشرانو د اروپايي شورا نوي منتخب مشر ښاغلي چارليس مېشل ته خپلې مبارکۍ وويلې. موږ اميد لرو چې اروپايي ټولنه د يوواليتوب د ابادۍ او له ننګونو سره د مقابلې لپاره د همکارۍ په شمول څو برخو کې لا سترې لاسته راوړنې ولري او پرمختګ او سمسورتيا ومومي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای