CRI Online

رئيس شي جين پينګ د اروپايي شورا د رئيس په توګه د ټاکل کېدو په اړه چارليس ميشل ته د مبارکۍ پيغام وليږه

cri     (GMT+08:00) 2019-07-09 10:31:40
رئيس شي جين پينګ د اروپايي شورا د رئيس په توګه د ټاکل کېدو په اړه چارليس ميشل ته د مبارکۍ پيغام وليږه

سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولاۍ په ۷مه نېټه له چارليس ميشل سره په ټلفوني خبرو کې د اروپايي شورا د رئيس په توګه د ټاکل کېدو له امله نوموړي ته مبارکي وويله.

رئيس شي جين پينګ وويل چې اوس د چين او اروپا ترمنځ اړيکې د ښه پرمختګ په حال کې دي، د دواړو خواوو د بېلا بېلو کچو ترمنځ تګ راتګ زيات دی، عملي همکارۍ يې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي او په نړيوالو چارو کې يې همغږۍ او همکارۍ يې ډېرې بريالۍ دي. د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو دايمي او ثابت پرمختګ نه يوازې د دواړو خواوو له ګډو ګټو سره سمون خوري، بلکې د نړۍ د سولې او سمسورتيا لپاره هم ګټور دی. چين له اروپا څخه ملاتړ کوي چې په نړيوالو چارو کې لا مهم رول ولوبوي. زه د دواړو خواوو د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګورم او غواړم د سولې، پرمختګ، اصلاحاتو او تمدن په څلورو برخو کې د چين او اروپا ترمنځ د همکاريزو اړيکو د پرمخبيولو لپاره له رئيس چارليس ميشل سره په ګډه کوښښونه وکړم او د دواړو خواوو خلکو ته زياتې ګټې ورسوو او د نړۍ د پرمختګ او ثبات لپاره لا زيات خدمتونه ترسره کړو.

د چين صدراعظم لي که چيانګ هم په همدې ورځ چارليس ميشل ته د مبارکۍ پيغام وليږه. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای